Tuesday, February 7, 2017

- کاووسي: د سترې محکمې مخې ته چاودنه کې ۱۹تنه وژل شوي ` Kabul Suicide Bombing

شريکول چاپ د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د مطبوعاتي څانګې مسؤل محمد اسماعیل کاووسي ازادي راډيو ته وویل چې د سترې محکمې مخې ته نننۍ چاودنه کې ۱۹ تنه وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان دي. کاووسي زیاته کړه چې د پېښې ټپيان د شهید سردار محمد داوود خان او وزیر محمد اکبر خان روغتونونو ته انتقال شوي دي. پخواني معلومات: یوې امنیتي سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د سترې محکمې مخې ته په نننۍ چاودنه کې ۱۲ تنه وژل شوي چې ۴یې ښځې دي. د سترې محکمې یوه کارکوونکي ازادي راډیو ته وویل چې څو شېبې وړاندې په کابل ښار کې د سترې محکمې د موټرو په پارکینګ کې چاودنه شوې ده. یوې بلې امینتي سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې یاده چاودنه مرګ ژوبله هم لري. تر دا مهاله د دې چاودنې نوعیت او هدف معلوم نه‌دی او نه‌یې مسؤلیت چا په غاړه اخیستی دی.

http://pa.azadiradio.com/a/28294593.html

No comments: