Wednesday, February 15, 2017

پېښور او مومندو کې ځانوژونکیو بریدګرو شپږ تنه ووژل

د پېښور په حیات آباد کې په یوه ځانوژونکي برید کې د عدلیې د لاندې کچې قاضیانو رسولو یوه ګاډی په نښه کړل شوي. په دغه پېښه کې ډرایور وژل شوی اودرې ښځینه قاضیانې اویو نارینه قاضي ژوبل دي.
یو استخباراتي چارواکې د پېښی په ځای کې مشال راډيو ته وویل چې سیول جج آصف جدون له درو نورو ښځینه ججانو سره په یو سرکاري ګاډي کې د حیات آباد په ۵ فېز کې په لار وو چې د ځانووژونکي بریدګر ښکار شو. د پېښې ټپیان د حیات آباد مېډیکل کمپلېکس روغتون ته رسول شوي دي.دروغتون چارواکي وايي په پېښه کې یو تن وژل شوی او پنځه نورژوبل شوي دي.
د پېښې په ځای کې د پېښور پولیسو مشر طاهر خان له رسنیو سره په خبروکې وویلچې یوه ځانوژونکي خپل موټرسایکل د قاضیانو له ګاډي سره جنګولی چې پکې ډرایور خورشید وژل شوی. دی وايي چې په چاودنه کې ۱۵ کلوګرامه باروت کارول شوي دي.
امنیتيو ځواکونو د پېښې ځای په خپله ولقه کې خېستی او پلټنې یې پیل کړي دي. له چاودنې د یوه نزدې کور ودانۍ ته هم ډېر سخت زیان رسېدلی دی.
عیني شاهیدان وايي پهخواو شا کورونوکې ښځې او ماشومان ډېر سخت وېرې ترهې اخېستي دي.
د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې د دې برید ذمه واري منلې ده.
په پېښور کې دا چاودنه په داسې یو ځای کې رامینځ ته شوې ده چې جوخت ورته د پېښور پرمخیتا ادارې (پي ډي اې) د دفتر ترڅنګ شوکت خانم روغتون، رحمان مېډیکل انسټیټیوټ ( آر اېم آی روغتون) یوشمېر تعلیمي ادارې اوشخصي دفترونه شتون لري چې پکې سخته امنیتي څارنه کېږي.
تر دې وړاندې بیا نن(چارشنبه)سهار د مومندو اېجنسي په غلنۍ هېډکواټر کې په يو ځانمرګي بريد کې د دوو ليويز سرتېرو په ګډون پنځه کسان وژل شوي او اووه نور ژوبل دي.
له سيمې د مشال راډيو خبريال د چارواکو په حواله وايي چې دوه ځانوژونکي بريدګر د پوليټکل کالونۍ په لويه دروازه ورغلل چې يو پکې ځان والوځولو او دويم د امنيتي سرتېرو په ډزو کې ووژل شو.
تر بريد وروسته په غلنۍ یکه غونډ او میا منډۍ کې ګرځبندیز لګول شوی دی او په سيمه کې سکولونه بند کړل شوي دي.
امنيتي ځواکونو په هغه سيمه کې لټون عمليات پيل کړی دی.
د غلنۍ برید ذمه واري جماعت الحرار منلې.

http://www.mashaalradio.com/a/28311506.html

No comments: