Sunday, January 29, 2017

ملاله: امريکا دې د کډوالو مخه نه نيسي

د نوبل جایزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ د امریکايي ولسمشر له خوا پر هغه فرمان نيوکې کړي چې له مخې يې تر نامعلوم وخت پورې امریکا ته د شامي کډوالو په ورتګ بنديز لګولی.
ملالۍ يوسفزۍ ويلي: ((زما زړه مات شو چې ولسمشر ټرمپ د هغو ماشومانو، میندو او پلرونو پر مخ دروازه تړي چې له جګړو او ناخوالو تښتي. امریکا د کډوالو او پناه غوښتونکو د هرکلي په برخه کي خپل ویاړلي تاریخ ته شا وګرځوله.))
هغې له ټرمپ څخه غوښتنه وکړه چې د نړۍ تر ټولو بې وسه ماشومانو او کورنیو ته دې خپلې دروازې نه بندوي. ملاله یوسفزۍپه ۲۰۱۲ کال کې له دې کبله په سوات کې طالبانو پر سر په ګولۍ ووېشته چې د جينکو لپاره يې تعليم غوښت. خو تر اوږدې مودې درملني وروسته یې بېرته خپلې لارې ته دوام ورکړ او په نړۍ کې تر ټولو ځوانه د نوبل جایزه ګټونکې شوه.
د امریکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پروني فرمان له مخې د اوو اسلامي هيوادونو پنا غوښتونکي د دریو میاشتو لپاره نشي ورتللی، او د ځينو نورو لپاره به د کډوالۍ پروسه ډيره سختيږي. وايټ هاوس ويلي دي چې په هغو هيوادونو کې ایران، عراق، لیبیا، سومالیا، سوډان، شام او یمن شامل دي.
ټرمپ د يو بل فرمان له مخې له هيواده بهر د امريکا کډوالو پروګرام هم څلورو مياشتو لپاره ځنډولی چې د شام، عراق، افغانستان او پاکستان پر کډوالو به اغيز وکړي. نوموړي امريکا ته له نړۍ څخه د ورتلونکو کډوالو شميره تر پنځوسو زرو کسانو پورې محدوده کړې ده. ټرمپ په شام کې ميشتو عيسايانو لپاره استثنا ورکړي چې د ده په خبره هغو سره په هيواد کې ښه چلند نه کيږي.
د نوي فرمان په اړه ټرمپ وويل چې د سخت دريځو اسلامي ترهګرو امريکا ته د ورتګ مخنيوي لپاره جدي پلټنو ګامونه پورته کوي. هغه زياته کړه چې له هغو هيوادونو به کسان امريکا ته وغواړي چې له دوی سره مرستې وکړياو امريکايانو سره مينه ولري.
د انساني حقونو ډلو دا ګامونو توپیري چلند او غير آييني کار بللی دي چې پکې يو ځانګړي مذهب په نښه شوی دی.
د امريکن سيول لبرټيز يونين مشر ويلي دي چې دا ګامونه له مسلمانانو سره د امتيازي سلوک په مانا ده. د امريکايي مسلمانانو يوې ټولنې مشر احمد رهاب وايي چې د دغو فرمانونو پرضد به عدالت ته ځي. نوموړي اي ايف پي خبري اژانس ته ويلي چې په فرمانونو کې يوازې د يوې عقيدي خلک په نښه شوی دی.
بلخوا ډيموکريټ ګوند هم دغه فرمانونه غندلي دي او ويلي يې دي چې دې سره به د امريکا شهرت ته زيان ورسيږي. خو د ډونلډ ټرمپ ګوند د هغه د فيصلو ستاينه کړي او ويلي يې دي چې دي سره به د سخت دريځه اسلامي دولت وسله والې ډلې يا داعش د ګواښونو مخنيوی وشي.
خو د عراق پارليمانې غړي وايي چې دغو ګامونو سره به د امريکا لخوا عراقي ولس ته ښه پيغام و نه رسيږي.

http://www.mashaalradio.com/a/28264825.html

No comments: