Thursday, December 15, 2016

ننګرهار: په هوایي بریدونو کې ۱۲ داعش وسله وال ووژل شول

سیمه ییز امنیتي چارواکي په ننګرهار ولایت کي وایي، په هوايي بريدونو کې لږ تر لږه ۱۴ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
د ننګرهار امنیه قومانداني په یو بیانن کي لیلکي “د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ په مزدکي، بازار او کنډو سيمو کې د ليندۍ په ۲۳مه په دريو جلا وختونو کې بې پيلوټه الوتکې پر داعش وسله والو بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې ۱۲ تنه داعش وسله وال وژل شوي او ۲ ټپیان شويدي.”
خبرپاڼه زیاتوی د دغو بریدونو پر مهال د سيمي خلکو ته کوم زيان ندی اوښتی.
دا په داسي حال کي ده چي چارواکي تیره ورځ وویل چي د داعش د یو قوماندان په ګډون څلور تنه وسله وال په ډرون برید کې ووژل شول.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
د مخالیفو وسله والو ډلو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
http://www.khaama.com/pashto/archives/1982

No comments: