Friday, December 16, 2016

د پښتنو پر تعليم ولې بريدونه کيږي

د پېښور پر ارمي پپبلک سکول د وسله والو خونړي بريد دویم تلین په داسې حال کې لمانځل کېږي چې لا هم د ترهګرۍ پېښې دوام لري. اېله یوڅو ورځې مخکې د افغانستان په وردګو کې وسله والو يو زده کونکی په دار وځړولو. بلخوا د خېبر پښتونخوا په بنو کې د يو پروفسر کور وړنګول شو او یو بل بیا وسله والو وتښتولو. د نن په ځوانانو غږ خپرونه کې مو هم پر دې خبرې کړې چې د ديورنډ کرښې دواړو غاړو ته پر پښتنو زده کوونکیو او تعليمی ادارو بريدونو په دغه سيمه کې تعليم ته څومره تاوان رسولی او د پښتنو پر تعليم د دې بريدونو اهداف څه دي؟ په ځوانانو غږ خپرونه کې موږ سره مېلمانه وو د عوامي نېشنل ګوند ځوانانو څانګې مشر محسن داوړ او په کابل کې د تعليمي کمپاين چلونکی مطيع الله ويسا. خپرونه دلته د غږ په ځاي کې اوريدې شئ

No comments: