Monday, December 12, 2016

ګوادر: د نېشنل پارټۍ پر دفتر لاسي-بم برید کې اووه تنه ژوبل

د بلوچستان په تربت ښار کې د یوه بلوڅ ملتپالي ګوند نېشنل پارټۍ پر دفتر د دوشنبې ورځ تر غرمې مخکې د ناڅرګندو کسانو په یوه لاسي-بم برید کې د دغه ګوند اووه کارکنان ټپیان شوي دي چې پکې دوه یې سخت ژوبل دي.
د تربت پولیسو د ناڅرګندو کسانو پرضد مقدمه لاسلیک کړې ده او تر اوسه یې هېڅوک نه دی نیولی او نه هم هېڅ یوې ډلې د دې پېښې ذمه واري منلې ده.
بل خوا نېشنل ګوند دپېښې سخته غندنه کړې او دا یې د بلوڅ قام پرضد عمل بللی دی. د نېشنل ګوند مرکزي مشر او وفاقې وزیر میر حاصل بزنجو د دوشنبې ماښام په ګوادر کې خبري کنفرانس ته وویل چې کوم خلک دا ډول عملیات کوي هغوی ته باید معلومه وي چې نیشنل ګوند په دغه ډول بریدونو نه کمزوری کېږي او نه هم د ګوند د کارکونکیو حوصله ماتولی شي. نوموړي وویل چې کوم خلک په صوبه د بهرنیانو په ملاتړ ترهګري کوي هغه به ډېر ژر له ماتې او ناکامۍ سره مخامخ شي.
د نېشنل ګوند اطلاعاتو سیکرېټري جان محمد بلېدي مشال راډیو ته وویل که څه هم تر دې وړاندې یې د وسله والو ډلو په بریدونو کې د ګوند ډېری کارکونکي او مشران وژل شوي دي خو دا لومړی ځل دی چې د کیچ ولسوالۍ په تربت ښار کې یې پر ګوندي دفتر د لاسي-بم برید کېږي.
په کوټه کې د بلوچستان داعلی وزیر نواب ثناء الله زهري له خوا په خپاره شوي یوه بیان کې د پېښې په کلکو ټوکیو غنده شوې او پولیسو ته یې د تورنو کسانو د نیولو امر کړی دي.

http://www.mashaalradio.com/a/28171805.html

No comments: