Thursday, December 15, 2016

جرمني د افغان کډوالو يوه ډله کابل ته وشړله


د جرمني یوه باروړنکې الوتکه د پنجشنبې په ورځ د فرانکفورت له هوايي ډګره پلازمېنې کابل ته ورسېده او ۳۸ هغه افغان کډوال یې له الوتکې ښکته کړل چې جرمني کې یې د پناه غوښته رد شوې وه.
تر اوسه نژدې ۱۰۰۰۰ افغان کډوال چې اروپايي هېوادونو کې یې د پناه غوښتنه نه ده منل شوې، افغانستان ته ستانه کړی شوي.

ستانه کړی شوي کډوال د حامد کرزي هوايي ډګر کې افغان چارواکو ته وسپارل شول چې ډېرو یې د نیول کېدو او بېرته هېواد ته د لېږل کېدو له څرنګوالي سر ټکوه.
ځینو ادعا کوله چې پولیسو پر دوی چاپه واچوله، لاسونه یې ور وتړل او موټرونو ته یې په زوره وخېژول چې د ستنولو مرکزونو ته یې بوځي.
دغو کډوالو شکایت کاوه چې چارواکو د دې اجازه هم نه ده ورکړې چې خپل توکي، ګرځنده ټیلیفونونه او کمپیوټرونه ټول کړي. د دوی په وینا هرڅه ترې پاتې شوي او افغانستان ته ستانه کړی شوي.

د پنجشنبه پر ورځ د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس دي مېزېري برلین کې د افغان کډوالو د ستنولو پر څرنګوالي خبري کنفرانس کې وغږېد.
د جرمني د باواریا ایالت د کورنیو چارو وزیر یواخیم هېرمن وايي "ډېره اړینه ده چې په ناقانونه توګه راغلي کسان بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه کړی شي ". ښاغلي هېرمن خوښې څرګنده کړې چې بالاخره د جرمني "د کورنیو چارو خپله خبره پر ځای کړه او په لومړنۍ الوتنه کې یې دغه کسان بېرته ولېږل ".
بله خوا په سلګونو کسانو د چهارشنبې پر ورځ د فرانکفورت هوايي ډګر کې د کډوالو د ستنولو پر ضد مظاهره وکړه او شعارونه یې ورکول چې " ستنول (ډیپورت) شکنجه ده، ډیپورت کول وژنه ده، همدا اوس ټولو ته حق ورکړئ چې پاتې شي ".
تر دې وړاندې هم د کډوالو د ستنولو پر ضد یو شمېر اروپايي ښارونو کې مظاهرې شوي، خو د کډوالو د ستنولو نوي بهیر ته په کتو، داسې ښکاري چې ټولې ناکامې هڅې دي.
ملګرو ملتونو هم له اروپايي هېوادونو غوښتي چې افغان کډوال دې بېرته نه ستنوي. اروپايي هېوادونو ته د ملګرو ملتونو دلیل دا دی چې "افغانستان لا هم خوندي نه دی " او د کډوالو په بېرته ستنولو د هغوی ژوند په ګواښ پېښېږي.
ټاکل شوې چې اروپايي هېوادونو کې نژدې ۸۰۰۰۰ نه منل شوي کډوال بېرته ستانه کړی شي چې په دې کې ډېر افغانان هم راځي.
د ۲۰۱۵ کال له پیله جرمني د جنګړه ځپلو هېوادونو نژدې یو میلیون کډوالو ته ورتلو اجازه ورکړې چې لسګوني زره یې افغانان دي. د رپوټونو پر بنسټ تر سوریايي کډوالو وروسته، افغانان د پناه غوښتونکو دوهمه لویه شمېره جوړوي.
یوازې پر کال ۲۰۱۵ نژدې ۲۱۳۰۰۰ کسانو ځانونه اروپا ته رسولي دي.

No comments: