Wednesday, February 10, 2016

Pakistan - 'که د تعلیمي ادارو امن نشي ساتلی د واکمنۍ حق نلري'

د تعلیم ماهره بشرا قدیم وايي، تعلیمي ادارو امنیت په هرحال کې د حکومت ذمه واري ده او له دې مخ اړوونکی حکومت د واکمنۍ حق نلري.
د چارسدې پر باچا خان پوهنتون د جنورۍ پر شلمه له وسله وال خونړي بریده پس د خېبر پښتونخوا حکومت یو وار بیا سرکاري او غېرسرکاري تعلیمي ادارو ته ویلي چې د خپل امنیت لپاره دې ګامونه پورته کړي.
په دې لړ کې تر دې دمه په صوبه کې د سلګونو تعلیمي ادارو مشرانو خلاف د امنتیي نیمګړتیاو په نوم رپورټونه درج شوي دي. خو د سرکاري تعلیمي ادارو مشران وايي، حکومت دې یې د سکولونو حفاظت لپاره نوي اهلکار وګماري.
بلخوا د غېر سرکاري ادارو مشران او مالکان وايي د امنیت نشتوالي له وجې به خپلې ادارې بندې کړي. په چارسده کې دیوه شخصي سکول مشر علي محمد له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، ځینې خلک به شخصي تعلیمي ادارې د کاروبار لپاره جوړوي خو [ما دا اداره] ډېر په اخلاص د تعلیم خورولو لپاره جوړه کړې ده.
دی زیاتوي ټول لګښت یې په خپله کړی دی او د ګټې په تمه یې دا کار نه دی کړی. د نوموړي په خبره په سلګونه ماشومان پکې زدهکړې اخلي، او په لسګونو استادان او نور اهلکار پکې پر روزګار دي.
علي محمد وايي، که د دې باوجود یې حکومت د امنیت په نامه تنګوي نو اړ دی چې خپل سکول وتړي. او حکومت دې خپلې ذمه وارۍ پر نورو نه اچوي.
په پاکستان کې د شخصي تعلیمي ادارو د یوې اتحادیې (نېشنل ایجوکېشن کونسل) د خېبر پښتونخوا مشر نظر حسېن وايي، پاکستان ته د امنیت ټینګولو لپاره بهرني هېوادونه په اربونه ډالره مالي مرستې ورکوي نو پکار ده چې حکومت د سرکاري تعلیمي ادارو ترڅنګ شخصي تعلیمي ادرو ته هم د امنیت ټینګولو لپاره بجټ ځانګړی کړي. نوموړی له حکومته مطالبه کوي چې د تعلیمي ادارو د مشرانو خلاف دې دامنیت نیمګړتیا په نوم درج شوي رپوټونه واپس واخلي.
په خېبر پښتونخوا او نور پاکستان کې که څه هم شخصي سکولونه تر ډېره د ګټې وټې او کاروبار لپاره چلېږي نو حکومت هم دا دلیل لري چې دوی دې خپل امنیت پخپله وساتي.خو له مشال راډيو سره په خبرو کې د انساني حقونو کارکوونکې او د تعلیم ماهرې بشرا قدیم وویل، امنیت په هرحال کې د حکومت ذمه واري ده او له دې مخ اړوونکی حکومت د واکمنۍ حق نلري.
نوموړې زیاتوي شخصي تعلیمي ادرو چې د خپل وس مطابق څومره څه کولی شو هغه یې وکړل، پاتې کار ټول د حکومت ذمه واري ده او که دې ته سمه پاملرنه ونشي نو ډېرې شخصي تعلیمي ادارې به بندی شي.
بلخوا د دفاعي چارو څېړونکي وايي که څه هم په موجوده حالاتو کې د تعلیمي ادارو د حفاظت لپاره د دغه ادارو منتظیمینو او حکومت ته همکاري پکار ده او له دې سره په عارضي توګه امنیت ټینګېدلی شي خو په مجموعي توګه او د تل پاتې امنیت لپاره باید پاکستان په خپلو تګلارو کې بدلون وکړي.
http://www.mashaalradio.com/a/27543063.html

No comments: