Wednesday, February 24, 2016

د مورنیو ژبو قانون کې د بدلون راوړلو هڅه کوو. عثمان کاکړ

د يونيسکو په رپورټ کې راغلي، ژبه د دوه مخې تورې په څېر ده. مانا دا چې که د پرمختګ لپاره يې 
کار وشي نو ويونکی قام به يې سرلوړی وي، او که داسې نه وه نو د يوه قام د زوال سبب کېږي.
په ملګرو ملتونو کې د تعليم، ساينس او کلتور چارو پرمختيا ادارې يونيسکو، د مورنيو ژبو نړيوالې ورځې په مناسبت، چې د فبرورۍ پر ۲۱ مه ونمالځل شوه، يو رپورټ خپور کړی.
په رپورټ کې راغلي د پاکستان پشمول د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې ماشومانو ته د هغوی په مورنيو ژبو زدکړې نه ورکول کېږي، چې له وجې يې، د يادې ادارې په خبره، نه يوازې د ماشومانو زدکړې اغېزمنېږي، بلکې په هغو هېوادو کې سياسي ترينګلتيا هم پيدا کېږي.
په رپوټ کې د پاکستان پشمول د ترکيې، نيپال، بنګله دېش او ګواتیمالا هېوادونو له حکومتونو غوښتل شوي چې ماشومانو ته د هغوی په مورنيو ژبو د زدکړو ورکولو لپاره لازم اقدامات وکړي.
د پاکستان په اړه په رپورټ کې ويل شوي چې په هغه هېواد کې سربېره پر دې چې يوازې اته فيصده وګړي يې په کورونو کې په اردو خبرې کوي، خو بیا هم د سرکاري سکولونو د نصاب ژبه ګرځول شوې ده.
د رپورټ تر مخه، دغه حکومتي اقدام په هېواد کې د سياسي ترينګلتيا لامل شوی دی.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مخکښ، سېنېټر عثمان کاکړ د يونيسکو دغه خبره تاييدوي او وايي، چې د پاکستان په سکولونو کې د اردو ژبې تسلط د هېواد د نورو قوميتونو وګړي د احساس محرومۍ ښکار کړي دي.
((اردو يې پر موږ د قومي ژبې په توګه مسلط کړې ده. موږ هر وخت او پر هر فورم ويلي دی چې د پاکستان قومې ژبې پښتو، بلوڅي، سیندي، سرايکي او پنجابي دي. البته د رابطې لپاره که د اردو او يا هم انګريزي انتخاب وشي، نو قباحت پکې نشته. او که نه ته يوه ژبه مسلطوې، نو نتيجه يې هغه څه وي لکه په بنګله دېش کې چې وشول. پاکستان خو يو قوم نه دی، پاکستان يو ملک دی، چې د بېلا بېلو قوميتونو خلک ژوند پکې کوي. پر دوی اردو مسلطول، زياتوب دی، دا يوه ستره سياسي مساله ده.))
د يونيسکو په رپورټ کې ماشومانو ته د هغوی په مورنيو ژبو د زدکړو ورکولو ارزښت په ګوته شوی دی.
دغه ټکي ته په اشاره د خېبر پښتونخوا په صوابۍ کې د تعليمي چارو پوه او پېژندل شوی ليکوال نورالامين يوسفزی وايي چې ماشومانو ته په پرديو ژبو زدکړې ورکول د فطرت ضد يو عمل دی.
((د ځينو پوهانو په اند، يو انسان چې کله پيدا شي نو د خپلې مورنۍ ژبې قريباً ۲۵۰۰۰ ويي [الفاظ] يې په ډي اين کې موجود وي. دا د فطرت خلاف يو کار دی چې ته يو ماشوم ته په بله هره ژبه کې، که هغه هر څومره ښکلې او معياري وي، تعليم ورکوې نو د ده دغه زدکړې بالواسطه وي. په مورنۍ ژبه کې چې کله دی زدکړه کوي نو د واسطې ضرورت نه پېښېږي. دلته خلک داسې فکر کوي چې ګنې د يوه کس چې انګريزي او يا هم اردو څومره ښه زده وي، هغومره هغه زيات پوه وي. د دې برعکس، چې کوم ماشوم ته د هغه په خپله مورنۍ ژبه زدکړې ورکړل شي، نو د دنيا په هره موضوع کتاب لوستلای شي، او د استاد ضرورت ډېر کم احساسوي.))
يوسفزی زياتوي، د ماشومانو زدکړې د هغوی د تعليمي او شخصيت جوړونې له چارو سره يوازې هغه وخت مرسته کولای شي چې د زدکړو ژبه يې مورنۍ وي.
((ايوب صابر وايي، چې د کور وي کوم ژبه، هم هغه به د مکتب وي – چې د مور وي کومه ژبه هم هغه به د ادب وي.
په کومه ژبه کې چې يو بچی خوب ويني، او په کومه ژبه کې چې د هغه جذبات او احساسات ځايېږي، په هم هغه ژبه کې به ماشوم ته تعليم ورکول غواړي، چې تعليميافته شي. يو ماشوم لکه د طوطي ګوټې بايد و نه لګوي، بلکې هغه څه چې ورته ښودل کيږي، سم اداراک يې وکولای شي.))
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ بيا وايي، دوی هڅه کوي چې د پاکستان په اساسي قانون کې د بدلون راوړلو په ترڅ کې د هغه هېواد د ټولو قوميتونو ماشومانو ته د هغوی په مورنيو ژبو د زدکړو تر لاسه کولو حق ورکړي.
((زموږ د ګوند غوښتنه هم دا ده چې د پاکستان په ايين کې دې يو نوی ترميم وشي. پښتو، بلوڅي، سیندي، سرايکي او پنجابي ژبې دې قومې ژبې وګرځول شي، ماشومانو ته دې زدکړې په مورنيو ژبو ورکړل شي، د دې قوميتونو د ژبو، کلتورونو، موسيقۍ، ادب، معاشياتو، د قامي ستونزو، پر دې ټولو موضوعاتو هراړخيز مالومات ماشومانو ته بايد د هغوی په مورنيو ژبو ورکړل شي.))
د يونيسکو رپورټ زياتوي، ژبه د دوه مخې تورې په څېر ده. مانا دا چې که د پرمختګ لپاره يې کار وشي نو ويونکی قام به يې سرلوړی وي، او که داسې نه وه نو د يوه قام د زوال سبب کېږي.

No comments: