Wednesday, February 3, 2016

د پاکستان مرکزي حکومت د پښتنو وظیفې چاته ورکوي؟

د پاکستان وفاقي حکومت په تعلیم کې د فاټا، خیبر پښتونخوا او بلوچستان د پښتنو سره د تعصب نه کار اخلي.
دا خبره د پارلیمنټ د ایوان بالا یا سنیټ د ورسته پاتې سېمو د مسائلو دپاره د کمیټۍ مشر سنیټر عثمان کاکړ کړې ده. وي او ای ډیوه سره خبرو کې سنیټر کاکړ ویل پښتنو طالب علمانو دپاره وظائف وفاقي حکومت د نورو صوبو او د اسلام آباد طالب علمانو ته ورکړې دي.
سنیټر عثمان کاکړ وویل په ٨٠٠٠٠ ورکړی شوو تعلیمي وظیفو کې د فاټا طالب علمانو ته یوازې ١٠٠٠ وظیفې او د بلوچستان پښتنو طالب علمانو ته ٢٥٠٠ وظیفې ورکړی شوي دي. د پښتنو طالب علمانو دپاره تعلیمي وظیفې د اسلام آباد او د نورو لویو ښارونو طالب علمانو ته ورکړی کیږي، سنیټر عثمان کاکړ وايي.
په دې اړه نور تفصیل اسلام آباد نه د وي او ای ډیوه خبریال پیرولایت شاه رپورټ کې اوریدی شۍ:

No comments: