Friday, January 8, 2016

افغان کرکټ لوبډلې په ۲۰اوریزه سیالیو کې زیمبابوې مات کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په نننی شل اوریزه لوبه کې د زیمبابوې کرکټ ملي لوبډلې ته د شپږو منډو په توپیر ماته ورکړه.
افغان کرکټ لوبډلې زیمبابوې ته په نننی ۲۰اووریزه سیالیو کې د ۱۸۸منډو هدف وټاکه.
لومړی افغانستان پچه وګټله او د بیټنګ پریکړه یې وکړه. په دې لوبه کې عثمان غني تر نورو زیاتې منډې وکړې چې په پایله کې په ۴۲منډو یې خپله ویکټه له لاسه ورکړه او بیا ګلبدین نایب په دوهم مقام کې یادولې شو چې ۳۷منډې یې کړي دي.
وروسته بیا زیمبابوې ټاکل شوی هدف پوره نه شو کړای او لوبه د افغانستان په بریا پای ته ورسیده.

http://pa.azadiradio.org/content/article/27477471.html

No comments: