Saturday, January 23, 2016

تر څو ژمني پوره نشي بايد پښتونخوا حکومت راهدارۍ لپاره مځکه ورنکړي

د پښتونخوا ولسي تحريک مشر وايي ، تر څو چې د پاکستان مرکزي حکومت د دوی غوښتني و نه مني د خيبر پښتونخوا حکومت بايد د اقتصادي راهدارۍ لپاره مځکه ورنکړي. ډاکټر سيد عالم مسود دا خبره له مشال راډيو سره د يکشنبې په ورځ په يوه مرکه کې وکړه. د جمعې په ورځ پاکستاني وزیراعظم د اقتصادي راهدارۍ په اړه د خيبر پښتونخوا او بلوچستان د اندېښنو لرې کولو لپاره د سياسي ګوندونو يوه غونډه رابللې وه. په دې کې نواز شريف ژمنه وکړه چې د کاشغر ګوادر راهدارۍ په اړه به د صوبو له غوښتنو سره سم د ۲۰۱۸ ميلادي کال د جولايي تر ۱۵ مې نيټې به تر خيبر پښتونخوا او بلوچستان تېرېدونکې لاره بشپړوي. پښتونخوا ولسي تحريک يو له هغو سياسي ډلو دی چې د راهدارۍ په اړه يې پرله پسې احتجاج کړی دی. عبدالحي کاکړ د مرکې پر مهال له سيد عالم مسوده پوښتلي چې ايا د نواز شريف له تازه وعدو ډاډمن دی او که نه؟
http://www.mashaalradio.com/content/article/27491273.html

No comments: