Monday, December 28, 2015

ځايي حکومتونه د خېبر پښتونخوا حکومت خلاف راوتي دي

په پېښور کې له ګل ورځې د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ مخې د ځايي حکومتونو ناظمانو او نایب ناظمانو احتجاجي ناسته پیل کړې ده او وايي، صوبايي حکومت د ځايي حکومتونو په شکل کې د اختیاراتو ورکول ژمنه په دروغو ولاړه وه. او تر اوسه یې هېڅ اختیارات نه دې ورته سپارلي او نه ورته د پرمختیايي کارونو لپاره پانګه ورکړل شوې ده او نه یې د دفترونو لپاره انتظامات شوي ‌دي. د دوی احتجاج ته د پېښور ضلعې ناظم ارباب عاصم هم ورغلی وو او وايي، چې ترڅو یې په لوړه کچه غوښتنې نه وي منل شوې تر هغو به یې احتجاجي ناسته دوام لري.

No comments: