Wednesday, December 2, 2015

که نوې جګړه پیلېږي، ټول پښتانه افغان باید ورته یوموټي یو. محمود خان اڅکزی

په کوټه کې نن د چارشنبې په ورځ د خان شهيد عبدالصمدخان اڅکزي دوڅلوېښتم تلين ولمانځل شو. په دې لړ کې د کوټې په صادق شهيد لوبغالي کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لخوا د يوه لویه ولسي غونډه شوې، چې پکې د ګوند مشر محمود خان اڅکزي او د دغه ګوند صوبايي او مرکزي مشرانو ویناوې وکړې. محمودخان اڅکزي په خپله وینا کې وویل؛ له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د پښتنو افغانانو وينې تويېږي، خو هېچا يې نه غم کړی او نه يې هم چا حساب کړی دی. نوموړي د افغانستان له طالبانو او د پاکستان له پښتنو سیاستوالو خواست وکړ، چې که چېري په سیمه کې نوې جګړه پېلېږي، نو باید ټول سره يو مټی شي. زموږ همکار خدای نور ناصر يې وډيو جوړه کړې ده.

No comments: