Wednesday, October 21, 2015

"فاټا له خېبر پښتونخوا سره د یوځای کولو ملاتړ کوو'' - اسفندیار ولي

د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان وايي، ګوند یې د فاټا «د پاکستان مرکزي حکومت تر واک لاندې قبایلي سمې» له خېبر پښتونخوا سره د ځای کېدل غواړي. د ده په خبره قامي اسمبلۍ ته د فاټا پارلماني غړیو له لوري د وړاندې کړل شوي بل د مسودې ملاتړ کوي. د مشال راډيو خبریال خالد خان ورسره خبرې کړې.

No comments: