Sunday, September 27, 2015

افغان ولسمشر وايي پاکستان له افغانستان سره په نا اعلان شوي جنګ کې ښکېل دی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني يو وار بيا ويلي دي چې پاکستان له افغانستان سره په يو نا اعلان شوي جنګ کې ښکېل دی.

ولسمشرغني پرون د ارګ په ماڼۍ کې د یو شمیر ولایتي شوراګانو له استازو سره د لیدلو پر مهال پاکستان ته په اشاره وویل، چې سوله د افغانستان حق دی او د ټينګښت لپاره یې چاته زارۍ نه کوي. نوموړي زیاته کړه : 

«  موږ د سولې لپاره له پاکستان سره لوی ګامونه واخیستل ، لږ تر لږه څوارلس کاله کیږي چې پاکستان په یو نا اعلام شوي جنګ له افغانستان سره ښکېل دی، موږ دغه جګړه ختمول غواړو. موږ ددې لپاره ننواتې او زارۍ نه کوو ، دا زموږ د ولس حق دی. » 

بلخوا څو ورځې وړاندې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ويلي وو چې دوی هڅه کوي د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې بيا پېل شي چې په په نتيجه کې به يې د افغانستان او پاکستان اړيکې ښې شي.
د طالبانو د مشر ملا عمر د مړيني خبر تر راتلو وروسته له طالبانو سره د سولې خبرې وځنډيدې او له دې وروسته په افغانستان او پاکستان کې د ترسره شوو بريدونو تور دواړه هيوادونه پر يو بل لګوي. 
http://www.mashaalradio.com/content/article/27273242.html

No comments: