Sunday, May 31, 2015

افتخارحسین - " د سیاسي غچ له مخې زما پرضد کارروايي کیږي "

عوامي نیشنل ګوند او یو شمېر نورو ګوندونو د پښتونخوا د اطلاعاتو د پخواني وزیر میا افتخارحسین د پولیسو لخوا  نیول کیدل غندلي او تحریک انصاف ګوند یې په دې ملامته کړی چې د خپل واک نه یې ناوړه ګټه پورته کړېده. 

تیره شپه د عوامي نیشنل ګوند مرکزي جنرل سیکټري میا افتخار حسین د پو لیسو لخوا د تحریک انصاف ګوند د یو کارکن د وژنې په تور کې د نیول کیدو وروسته نن د نوښار یو عدالت ته وړاندې کړل شو. عدالت میا افتخار حسین د یوې ورځې په ریمانډ پولیسو ته حواله کړی دی.
د عدالت نه بهر میا افتخار حسین میډیا سره په خبرو کې وویل ، دا یو سیاسي انتقام دی:

« دغه کس چې څنګه ووژل شو ، دا خدای ته پته ده، خو له دغې وروسته دوی زما په دفتر حمله وکړه، زه یي محاصره کړم، بیا یي زه په ډاټسن کې کینولم ، پولیس او پوځ هم وو، خلکو پر دوی د کاڼو ګوزارونه وکړل ، او هوایي ډزې یي هم وکړې، دا یوه معجزه وه، چې زه ژوندی راووتم، او بیا یي له ما سره داسې سلوک وکړ، زه یي ګرفتاره کړم ، مونږ خو عادت یو او د تښتیدو واله نه یو. » 

دخیبر پوښتونخوا دنوښارپه پبو سيمه کې د انتخاباتو د غيرسرکاري نتایجو د اعلان وروسته تیره شپه په هوایي ډزو کې د تحریک انصاف ګوند د یو کس د وژل کیدو وروسته تاو تریخوالی رامنځ ته شو. چې وروسته د وژل شوي تن کورنۍ د عوامي نيشنل ګوند د مرکزي جنرل سکټر ميا افتخار حسين پرضد مقدمه درج کړه، او پولیسو هغه ګرفتاره کړ. 

No comments: