Sunday, May 24, 2015

افغانستان - طالبان هر کال په زوره په میلیونو ډالر تر لاسه کوي



رویټرز خبري ایجنسۍ دملګرو ملتونو د یو رپورټ  په حواله لیکي په افغانستان کې طالبانو ته په تیرکال کې د بیلا بیلو وسیلو نه خوا اوشا ۴۰۰ میلیونه ډالره ترلاسه شوي په دې کې ځینې پېسې د چندو په ذریعه ځینې په ځايي خلکو د ټیکس لګولو او ځینې د نشيي موادو له کاروباریانو ترلاسه شوي.

د ملګرو ملتونو امنیتي شورا ته د بندیزونو څار ډلې  یو  رپوټ وړاندې کړی چې  په دې پېسو کې ۲۷۵ ملینه ډالره د طالبانو مشرانو ته رسیدلي او باقي په ځايي کچه طالبانو استعمال کړي یا ګډې وډې کړي دي.

دا رپوټ زیاتوي چې هم دا پېسې طالبان په ځايي کچه عملیاتو لپاره استعمالوي.  له دې  علاوه دټیلیفون، تعمیراتو، معدنیاتو او نورو پرمختیايي کارکؤنکو کمپینیانو نه چې کومې پېسې ترلاسه کیږي هغه د طالبانو مشرانو ته رسیږي.

دې رپورټ د طالبانو په اړه هغه عام تاثر رد کړی دی،  چې وايي طالبانو ته لویه سرمایه د اپیمو  له کروندې او کاروباره  میلاویږي. ځکه چې په افغانستان کې د نړۍ تر ټولو زیات یعنې  خوا اوشا د څلور بیلیونه ډالرو اپیم پیدا کیږي. خو د افغان چارواکو د وېنا ترمخه طالبان په دې کې تقریباً ۱۰۰ میلیونه ډالر ترلاسه کوي چې د ټول پېداوار ډېره کمه برخه ده.

البته په دې رپوټ کې ویل شوي چې د اپیمو د ډېر پیداوار ولایتونو لکه هلمند، روزګان او  کندهارکې د ځايي عملیاتو لپاره طالبان  له دې  ګټه پورته کوي خو دغه هم د عملیاتو دخرچ لپاره یواځنۍ وسیله نه ده.

رپورټ وايي چې طالبان په کرونده لس فیصده او په آمدن دوه نیم فیصده ټیکس وصولوي. په وړو کاروبارونو یې هم لس فیصده  ټیکس مقرر کړی او که څه هم په بجلۍ او اوبو کنټرول نه لري خو په دې هم ټیکس وصولوي.

د ملګرو ملتونو دا رپوټ وايي د طالبانولپاره  پرمختیايي منصوبې او بهرنۍ مرستې هم  د آمدن تر ټولو ښه وسیله ده.  دغه له لسو نه تر شلو فیصدو پورې وي چې ددغه منصوبو د ترسره کولو کار ته اجازه ورکوي او ټهیکدرانو ته یې تحفظ ورکوي.

رپورټ وايي چې طالبانو  تیرکال  په نېټو او بهرنۍ ځواکونو  په بریدونو له  سلو نه تر یو نیم سل میلیونه ډالر خرچ کړي دي. او دا راز چې د ۲۰۰۶م کال راهیسې د طالبانو آمدن سیوا شوی دی نو دوی  دغه بریدونه هم زیات کړي دي.

بلخوا په نیویارک د یولسم ستمبر د بریدونو د یولسمې کلیزې په حواله طالبانو خپل یو بیان کې ویلي چې امریکا او دهغې اتحادیان دې جنګ او خونریزي ودروي او د مسلې هواري لپاره دې د عقل او هوش نه کار واخلي.

هلته بهرنيو ځواکونو دې هېواد کې امنیتي ذمه وارۍ افغان ځواکونو ته د حواله کولو سلسله شورو کړې ده

No comments: