Wednesday, December 17, 2014

د پیښور قتل عام د پاکستان نائن الیون دی #PeshawarAttack

که امریکا د کال ٢٠٠١ د سپټمبر د ١١ مې نیټې حملو د ارام د خوب نه ترهگرۍ خطر ته رابیداره کړه نو پکار ده چې د پیښور په  ارمي پبلک سکول د طالبانو حمله هم دغه رنگ پاکستان د وسله والو خلاف جنگ ته راویښ کړي. دا خبره پاکستان کې د امریکې پخواني سفیر ویلئم مائلم کړې ده.
د پیښور په پیښه واشنگټن کې د تجزیه کارانو نظر پوښتلو په لړ کې چې وائس اف امریکا ډیوه ریډیو ښاغلي مائلم سره خبرې وکړې نو هغه وویل چې پاکستاني وسله وال د پاکستان د پوځ پیداوار دی.
هغه وايي "د پوځ جوړ کړی شوي بلا اوس راژوندۍ شوي ده او د دغه بلا اوس د خپل مالک پسې شوي ده."
ویلیئم مائلم وايي پاکستان کې د ترهگرۍ په اړه مفکوره د طالب پلوه سیاسي ډلو په لاس کې ده او دا بدلول به ډیر گران وي.
هغه وايي "دا به گرانه وي چې د اسلام پلوه قوتونو په لاس کې ورغلې دغه سوچ کې څه بدولون راشي خو حکومت له بیا هم پکار دي چې د دې سوچ بدلولو لپاره هڅې وکړي."
هم واشنگټن کې د مډل ایسټ انسټیټیوټ د پاکستان تجزیه کار ماون وائین بام وايي د پیښور قتل عام ترهگرۍ خلاف د پاکستان پوځ د جنگیدو امتحان دی.
ترهگرۍ خلاف جنگ کې وائین بام وايي د افغانستان او پاکستان همکاري انتهائي اهمیت لري.
هغه وايي "افغان حکومت پاکستان سره تعلقات ښه کولو ته لیواله دی خو اوس به کتنه دا وي چې په راتلونکې 
وخت کې دغه تعلقات  څه  شکل اختیاروي."
http://www.voadeewaradio.com/content/us-pakistan-peshawar-school-attack-taliban/2563020.html

No comments: