Friday, November 28, 2014

د باجوړ وړې نجونه پولیټیکل چارواکو ته وسپارل شوې



له باجوړه د قامي اسمبلۍ غړی شهاب الدین خان وايي، د سیند او پښتونخوا صوبایي حکومتونه باید د هغو خلکو په ضد ګامونه پورته کړي، چې جعلي مدرسې چلوي او د خلکو بچي پکې ساتي

په کراچۍ کې له یو کوره او مدرسې نیول شوې د باجوړ۳۶ ماشومانې جینکۍ نن پنجشنبه عدالت ته تر وړاندې کېدو وروسته د باجوړ پولیټیکل چارواکو ته وسپارل شوې.



په دې موخه له باجوړه مرستیال پولیټیکل ایجنټ فیاض خان د زیارت پر ورځ کراچۍ ته رسېدلی دی.
 نوموړي وړاندې مشال ریډیو ته ویلي ول، هغه ماشومانې چې پلرونه یې ورپسې کراچۍ ته راغلي دی، ورته دلته وسپارل شي او نورې
به باجوړ ته استول کېږي.
له باجوړه د قامي اسمبلۍ غړی شهاب الدین خان چې کراچۍ ته د دغه کوچنیو نجونو د برخلیک مالومولو لپاره ورغلی دی، له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، ماشومانې به د هغوی پلرونو، نورو نزدې خپلوانو او د کورنۍ غړو ته د قبایلي مشرانو او ملکانو په ضمانت وسپارل شي او په دې لړ کې به په باجوړ کې نورې پلټنې هم کیږي.
((که په راتلونکې کې له دې ماشومانو سره کوم زیاتې کېږي، یا خپلو میندو پلرونو ته میلاو نه شوې نو دغه ملکان او مشران به ضمانت کوي، دا مسله لا ختمه نه ده.د دې پلټنې به په باجوړ کې اړونده »متعلقه» ادارې بیا کوي چې ولې یې پلرونو خپلې لوڼې د داسې غیر ذمه دارو خلکو په لاس ورکړي دي؟))
 نوموړي وویل صوبایي حکومتونه باید د هغو خلکو په ضد ګامونه پورته کړي، چې جعلي مدرسې چلوي او د خلکو بچي پکې ساتي
((په جندل کې که د دې مدرسې بله څانګه ده او یا د کراچۍ دا مدرسه ده، دا د پښتونخوا او سیند حکومتونه ذمه واري چې په حقله یې تفتیش وکړي. زه سیند حکومت ته خواست کوم چې د داسې خلکو پر ضد اقدامات وکړي، چې له باجوړه دلته ماشومان راولي او بیا ورسره دا ډول سلوک کوي))
بل خوا د هغې مدرسه چې دا ماشومانې په کې ساتل کیدې، د استادې حمیدې او ملازم ایوب پر ضد د کراچۍ په ابراهیم حیدري تاڼه کې د زیارت په ماښام یوه بله مقدمه لیکل شوې ده. تر دېمخکې د کراچۍ په لیاقت اباد سپرمارکیټ تاڼه کې هم د دغې پېښې ضد مقدمه لیکل شوې وه. پولیس وایي د تعزیرات پاکستان د ۲۴۳ مادې لاندې د مدرسې استادې حمیدې د قانون سرغړونه کړې ده.
یاده دې وي د چارشنبې پر ورځ د کراچۍ پولیسو د دغه ښار په لیاقت اباد کې له یوه کوره ۲۶ ماشومانې نیولې وې، له دې وروسته امنیتي ځواکونو له دوو مدرسو ۱۰ نورې ماشومانې نیولي وې. دا ټولې ماشومانې د قبایلي سېمې باجوړ ایجنسۍ سره تعلق لري.

No comments: