Sunday, April 20, 2014

په پښتونخوا کې پر عوامي نیشنل پارټۍ بریدونه

http://www.mashaalradio.com/
د خيبر پښتونخوا چارواکي وايي بيګا وسله والو د عوامي نيشنل ګوند دبونير يو مشر افضل خان وژلی دی. د يو بل خبر ترمخه پيښور سره نږدې په بډه بيره کې د عوامي نيشنل ګوند يو مشر د ميا مشتاق پر کور بيګا وسله والو بريد کړی او د هغه د کور درې نارينه غړي يې تښتولي. د بډه بيرې يو پوليس افسر احمد علي د اتوار په ورځ مشال ريډيو ته وويل چې بيګا شوي دې پيښه کې يې لا تر اوسه څوک نه دي نيولي. د عوامي نيشنل ګوند يو مشر ملک مصطفی د دوی د ګوند پر غړو د مسلسلو بريدونو په اړه نن مشال ريډيو ته وويل: (( موږ د ترهګرۍ خلاف یو ، ترهګري چې ترڅو روانه وي نو دا ملک نه بچ کیږي ، خو ځیني خلک ترهګرو ته تحفظ ورکوي، موږ به تر مرګه ددهشت ګرۍ پرضد خپلې هڅې جاري ساتو. )) ملک مصطفی زياتوي چې په تيرو څوو کلونو کې د وسله والو په بريدونو کې د عوامي نيشنل ګوند خوا او شا اته سوه غړي وژل شوي. تر اوسه پورې د بيګانيوو بريدونو ذمه واري چا نه ده اخيستي.

No comments: