Sunday, March 23, 2014

"هزاره صوبه د تحريک انصاف سياسي سازش"

http://www.voadeewaradio.com/
— دپاکستان بيلابيلو سياسي گوندونو د جمعې په ورځ د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ څخه د هزارې په نوم د نوې صوبې جوړؤلو اؤ د خيبرپښتونخوا صوبې د نوم بدلؤلو په اړه منظور شوي قراردادونه غندلي اؤ دايې د پاکستان تحريک انصاف لخوا په هزاره کې د خپلو ووټونو پيداکولو يو ناکامه کوشش گرځولى دى . دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ دجمعې په ورځ دهزاره صوبې جوړولو لپاره درايې په اکثريت سره دوه فرادادونه منظور کړي ؤ چې په دغو قراردادونو کې د خيبرپښتونخوا سيمې د هزارې سيمې څخه ديوې بئيلې صوبې جوړولو اؤ د خيبر پښتونخوا صوبې دنوم پڅايې په صوبه د هزار پښتونخو د نوم ايښودلو غوښتنه شوې وه. دغه دواړه قراردادونه په صوبه کې د واکمن سياسي گوند پاکستان تحريک انصاف د غړو لخوا اسمبلۍ ته وړاندې کړل شوي وؤ چې نۀ يواځې په صوبه کې د واکمن ائتلاف دپارلمان غړو ورسره اختلاف کړى ؤ بلکې مخالفو سياسي گوندونو ورسره هم د اختلاف څرگندونه کړې وه خو بياهم دغه قراردادونه د اسمبلۍ څخه منظور کړل شوي وؤ د خالي په ورځ پيښور پريس کلب کې څيړنيزې ادارې وطن ويلفئير سوسائټي په غږ د "په پښتونخوا وطن کې د امن،تعليم،ترقۍ اؤ په وسائيلو د اختيار دپاره د وسيع اتحاد".په نوم راجوړ شوي سيمينار ته پخپله وينا کې په خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د مسلم ليگ (ن) غړې ميرمن صوبيه خان وويل " په صوبه کې حکمران جماعت پاکستان تحريک انصاف د خپلو ووټونو سيوا کولو دپاره زمونږ صوبه ويشل غواړ خو اوس وخت راغلى چې بايد مونږ ټول د صوبې د گټو دپاره د سياسي ډلې پرې سوچ پريږدو اؤ خپلو کې يو موټى شو " صوبيه خان زياته کړه صوبايي اسمبلۍ څخه دغه قراردادونه په داسې حال کې منظورکړل شوي چې داسمبلۍ کورم هم پوره نۀ ؤ اؤ په دومره چټکتيا کې په يوه اهمه موضوع د اسمبلۍ څخه قراردادونه منظورؤل څرگندوي چې دلته يو لويې سياسي سازش روان دى. دنيشنل پارټۍ صوبايي صدر مختار باچا دغه سيمينار ته پخپله وينا کې وويل "بايد مونږ دې قراردادونو ته هيڅ اهميت ورنۀ کړو ځکه چې ددې يواځينى مقصد دسياسي ملاتړ د يو گوند لخوا په پخپلو ووټونو کې د زياتوالي راوستو اؤ سياسي ملاتړ ترلاسه کولو دى" هغه وويل "دا کوم دوه قراردادونه چې دوئ پاس کړي دي دا پخپله ديوبل مخالف دي ، ځکه چې يو خوا د هزارې صوبې غوښتنه کوي اؤ بلخوا په خيبر پښتونخوا د هزاره پښتونخوا نوم ايښودو تجويز مخې ته راوړي چې ددې نه واضحه کيږي ، دوئ هسې ټوقي کوي" مختار باچا وويل کله چې د پښتونخوا قرارداد اسمبلۍ ته راوړل کيدو نو دهغې دپاره ډيره اوږده سياسي مبارزه شوې وه اؤ بيا چې څوڅو ځله اسمبلۍ دغه قراردادمنظور هم کړو نو عمل پرې ترهغې نۀ کيدو ترڅو چې په ائين کې ترميم نۀ ؤ شوى نو بيا ولې مونږ ځانله زړۀ وخورو چې گنې تحريک انصاف به په يو قرارداد د پښتنو صوبه وويشي؟ په دغه سيمينار کې شريک د خيبرپښتونخوا په حکومت د شامل سياسي گوند عوامي جمهوري اتحاد صوبايي نائب صدر ى بلند خان ترکۍ هم د اسمبلۍ څخه ددغو قراردادونو منظوريدل د پښتنو د صوبې په ضد يو سازش وگرځولو اؤ وئ وئيل"په داسې حال کې چې د پښتنو په خاوره د ترهگرۍ اور بل دى اؤ د امن پځايې کولو دپاره مذاکرات روان دي يوه غير ضروري موضوع اسمبلۍ ته راوړل د پښتنو په ضد د سازش پرته بله هيڅ معني نۀ لري" د نوموړي په وينا عوامي جمهوري اتحاد کۀ هرڅو د حکومت سره په ائتلاف کې شامل دى خو دصوبې اؤ اولس په گټه چې هره خبره وي د هغې دپاره به غږ پورته کوي. د وطن ويلٍيفئر سوسائټي مشر ډاکټر سيد عالم محسود پخپله وينا کې وويل "هرڅو کۀ پښتانۀ دپاکستان دابادۍ 17فيصده جوړيږو خو جي ټي پي ته يې زمونږ صوبه 23 فيصده ورکوي " نوموړي وويل نن دې څوک شمير شميره راواخلي اؤ معلومه دې کړي چې زمونږ صوبه څومره غني ده اؤ ټول هيواد ته څومره حاصلات ورکوي. دهغه په وينا د خيبرپښتونخوا څخه ټول هيواد ته د ځنگلونو اؤ ماربلو به برخه کې 70 فيصده ،د تماکو په مد کې 85فيصده،اؤ داوبو له لارې 75 فيصده گټه رسيږي اؤ ضروريات يې پوره کولى شي خو بيا هم نن زمونږ د صوبې اولس تر ټولو زيات غريب، خوار اؤ پسمانده ساتل شوى دى. ډاکټر محسود وويل " مونږ چې خوار ساتل شوي يو نو امريکه، چين، روس يا بل کوم بهرني هيواد نۀ يو خوار کړي بلکې د لاهور اؤ اسلام اباد واکمنې طبقې مو په حقونو گيډه اچولې ده اؤ پخپلو وسيلو اختيار نه راکوي" په دغه سيمينارکې د خيبر پښتونخوا د واکمن گوند په نمائندگۍ يونس ظهير،د عوامي نيشنل پارټۍ ولي په نمائندگۍ ارشاد تندر،د مزدور کسان پارټۍ په استازيتوب ارشاد تندر اؤ د گڼو نورو سياسي گوندونو استازو، ليکوالو، صحافيانو اؤ شاعرانو هم برخه لرله. دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې په هزاره سيمه کې که چرته د هندکو ژبې وئيونکو په سيمو کې ددغه منظور شوؤ قراردادونو په منظوريدو د خوشحالۍ څرگندونه کيږي نو هلته د پښتونخوا د پښتنو په سيمو کې ددغو قراردادونو په ضد د صوبې د حکمران گوند په ضد سخته غصه خوره شوې ده اؤ د جمعې اؤ خالي په ورځ په سوشل نيټ ورک فيس بک هم گڼو خلکو داسې تصويران خپاره کړي چې پرې ليک دي"هزاره صوبه نۀ منو"

1 comment:

Imtiaz Ahmed said...

http://yourjobpay.com/?task=4744

your income just one click away!