Friday, January 17, 2014

پېښور تبلیغي مرکز کې د چاودنې مړي لس تنه شول، ګڼ ژوبل

http://www.mashaalradio.com/
د پیښور تبلیغي مرکز کې دننه په بمي چاودنه کې د وژل شمېره لسو تنو ته رسیدلې ده او ۵۶ کسان ژوبل دي د تبلیغي مرکز مشرانو تر خپلمنځي مشورې پس خبریالانو ته وویل چې دا د ګیس د سلینډر یوه چاودنه وه او د خپل مصلحت په بنیاد یې د چاودنې له اصل نوعیت ښودلو نه ډډه وکړه خو پولیس چارواکې وايي، دا یوه بمي چاودنه وه او په دې بمي چاودنه کې پنځه کلو ګرامه باروت کارول شوي دي، چې د ِغوړو په ډبي کې اېښودل شوي ول- په تبلیغي مرکز کې دننه هغه مهال چاودنه وشوه چې تیر ماښام د شب جمعی لپاره راغلی په زرګونو خلک د ماښام په لمانځه ولاړ وو، له پېښې سمدستي روستو یو عینی شاهد خالد احمد په لیډي ریډینګ روغتون کې مشال ریډیو ته وویل: ”په دویم رکعت کې چې خلک رکعو ته ښکته شول نو چاودنه وشوه، او د اودسونو کولو له ځای او د مشرانو کوټې سره نزدې چاودنه وشوه، بیا ځینې مړي اوځینې زخمیان پراته ول هغه مو روغتون ته ورسول، په دې پېښه موږ دومره ویلی شو چې ټول ملک کې حالات خراب دي او دې حالاتو کې چې څومره خلک مري نو ټول بې ګناه مري او دې ظالمانو ته دې خدای هدایت وکړی او که هدایت یې په نصیب کې نه وی نو خدای دې دا خلک پخپله تباه کړي" په تبلیغي مرکز کې د تبلیغ مشرانو د دی پېښې په اړه د مشوری روستو خبریالانو ته وویل چې دا د ګیس سېلنډر یوه چاودنه وه خو د پېښې د نوعیت په اړه د بم ډسپوزل سکواډ مشر اې آی جي شفقت ملک خبریالانو ته وویل چې دا یوه بمي چاودنه وه او پنځه کلو ګرامه باروت پکې کارول شوي ول: "لومړۍ خبره خو دا ده چې دا د ټاکلي وخت چاودنه وه، ځانمرګی برید نه وو، د غوړو ډبي کې باروت کېښودل شوي ول، او په یو بیګ کې پټ کړل شوي ول" د بېړندویه ډلې کارکوونکې یوې امدادي ادارې الخدمت فاونډیشن یو کارکوونکی محمد بلال مشال ریډيو ته وویل چې د وړوکي سلنډر چاودنه دومره زیان نشي اړولی او دا یوه بمي چاودنه ده: "کوم وخت چې تازه تازه دا پیښه رامنځ ته شوه نو هغه وخت درې مړه وو او شل زخمیان وو خو بیا روستو رو رو د مړو او ټپیانو شمیره زیاتېدله او د آخیری شمېرې ترمخه لس مړه ديی او ۵۶ نور ژوبل دي، د سلنډر امکان موږ بالکل ردوو، دا سلنډر چاودنه بالکل نه وه ځکه چې د سلنډر بمي چاودنه دومره تباهي نه کوي" له پېښې روستو د پښتونخوا د پولیسو مشر ناصر خان دراني د پیښور تبلیغي مر کز دوره وکړه، نوموړي مشال راډيو ته وویل، چې پولیس د تره ګرۍ پېښو د مخنیوی لپاره چمتو ولاړ دی او هم په دې وجه پر دوی هره ورځ بریدونه ترسره کېږي خو د ولس په تعاون به دوی د ترهګرۍ ضد دا جنګ ګټي: "دا مهال داسې ورځ کله کله وي چې په پولیسو یا د پولیسو په چوکۍ یا د پولیسو پر افسرانو برید نه وي ترسره شوی، پولیس نه یواځې دا بریدونه په شا تمبوی بلکې برید کوونکې هم وژني، البته کله چې هغوی پولیس یواځې مومی یا د ګزمې پرمهال وي نو د بریدونو کوشش کوي خو موږ به د دې مخنیوی هم کوو، او دا ټول شیان د دې جنګ برخه ده او ماته یقین دی چې دوی به د تره ګرۍ ضد دا جنګ ګټي" په پیښور تبلیغي مرکز کې له بمي چاودنې روستو سیاسي مشران او حکومتي استازي د پېښور لیډي ریډینګ روغتون ته ورغله او د دې پېښې غندنه یې وکړه. پر دې مهال د عوامي نیشنل ګوند غلام احمد بلور وویل چې د دوی په تېر حکومت کې هم تره ګر بریدونه شوی ول خو په تبلیغي مرکز یا چرچ برید نه وو شوي تردې دمه د دې پېښې پړه هېڅ یوې وسلوالې ډلې نه ده قبوله کړې او د تحریک طالبان پاکستان ویاند شاهد الله ویلې دي دوی له دې پېښې سره هیڅ ډول تړاو نه لري.

No comments: