Wednesday, October 9, 2013

Malala's Pashto Interview..............د طالبانو له سوچ سره مخالفه یم. ملاله

د تعلیم مبارزې ملالې یوسفزۍ ویلي دي چې هغې د طالبانو پر ضد پروپیګنډه نه کوله، بلکې د هغوی د سوچ او مفکورې مخالفه ده. نوموړې دا خبره د مشال راډیو له خبریال عبدالحي کاکړ سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړېده، چې نن د اکتوبر پر نهمه نېټه پر هغې د برید یو کال پوره کېدو په مناسبت ده. ملالې وویل، کله چې طالبانو په سوات کې د نجونو پر تعلیم بندیز ولګاوه نو دې یې مخالفت وکړ او د تعلیم او ښځو حقونو لپاره یې هلې ځلې پیل کړې. ملاله په نړیواله توګه د تعلیم مبارزې په توګه پېژندل شوې ده او د ۲۰۱۳ز کال د سولې نوبېل انعام لپاره هم په کتار کې ده. دا لومړی ځل دی چې تر ویشتو وروسته ملالې د پښتو ژبې له یوې رسنۍسره خبرې کوي.

No comments: