Thursday, October 24, 2013

د ګوزڼ جهاني ورځ خو وزیرستان او خېبر کې یې ناروغان

د ورستیو راپورونو له مخه په قبایلي سیمو، په ځانګړي ډول، په شمالي وزیرستان او خیبر کې پولیو مخ په زیاتېدو ده.
نن په نړۍ کې د ګوزڼ ناروغۍ ضد ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې ډاکتران اندېښنه ښيي چې دا ناروغي له شمالي وزیرستانه نورو سیمو ته هم خپرېدای شي. یوازې د اکتوبر په میاشت کې په شمالي وزیرستان کې ۱۰ کسان دې ناروغۍ ځپلي دي. د روغتیا نړیوالې ادارې له وینا سره سم، ګوزڼ ناروغي، پرته له درو هیوادونو، نوره له ټولې نړۍ پاکه شوې ده. په دې هیوادونو کې افغانستان، پاکستان او نایجېریا شامل دي. د ورستیو راپورونو له مخه په قبایلي سیمو، په ځانګړي ډول، په شمالي وزیرستان او خیبر کې پولیو مخ په زیاتېدو ده. د شمالي وزیرستان روغتیايي ادارې مشر ډاکتر جان میر خان مشال راډیو ته وویل، په روانې اوونۍ کې په دې سیمه کې د پولیو ناروغۍ درې نوي کېسونه مالوم شوي دي. د ده په وینا، یوازې د اکتوبر په میاشت کې ۱۰ کسان ګوزڼ وهلي دي. ډاکتر میر وايي، له شمالي وزیرستانه یې د ۹۰ داسې ماشومانو وینې نمونې اسلام اباد ته استولې دي چې عمرونه یې له پینځو کالونو کم دي. د ده په خبره، ناروغي په ټول وزیرستان کې موجوده ده. د شمالي وزیرستان روغتیايي ادارې مشر ډاکتر جان میر خان وویل، په وزیرستان کې خو د ګوزڼ ناروغي خپره شوې ده خو اوس خطر دا دی چې دا ناروغي به جنوبي وزیرستان، کورمې او د بنو نیمه قبایلي سیمو ته هم ورسېږي. د ده په خبره، د پولیو ناروغۍ واکسیني څاڅکو پر ورکولو د وسله والو بندیز ختمولو له پاره پوره هڅې کوي. ډاکتر میر د وزیرستان پر ولس غږ (ږغ) وکړ چې د پینځو کالونو له عمره کم، ټولو ماشومانو ته د ګوزڼ ناروغۍ مخنیوي څاڅکي ورکړي او دوی روغتون ته د واکسین ورکولو لپاره بوځي. په روان (۲۰۱۳ز) کال کې په قبایلي سیمې خیبر کې ۱۰، شمالي وزیرستان کې ۱۵ او په ټول پاکستان کې ۴۶ کسان ګوزڼ وهلي دي. له دې علاوه د پاکستان په مختلفو برخو کې د واکسیني څاڅکو پر ورکوونکو ډلو هم وخت په وخت حملې شوې دي.

No comments: