Tuesday, October 15, 2013

"پاکستانی حکومت قصداً زلزله ځپلو ته مرستې نه رسوي"

http://www.mashaalradio.com/
له پاکستانه خپرېدونکې په ډيلي ټايمز کې ليکوال مير محمد علي تالپور ليکي، د پاکستان حکومت په قصده د نړيوالو مرستندويه ادارو پر مخ د بلوچستان زلزله ځپلي ولس ته د مرستو رسولو لارې تړلې دي. ليکوال کاږي، د بلوچستان صوبې بې اختياره اعلی وزير عبدالمالک بلوڅ دوه وارې نړيوالو ادارو ته د مرستو له پاره خواست وکړ، خو له افتونو د ژغورنې د پاکستان قامي اداره يې پر وړاندې د غټ خنډ په توګه ولاړه ده. له ليکنې سره سم، ښاغلي بلوڅ په دغه لړ کې د پاکستان مرکزي حکومت ته رسمي مکتوب هم ولېږه، خو دغه اقدام يې کارګر ثابت نه شو. د ليکنې له مخې، له افتونو سره د مبارزې د پاکستان مرکزي ادارې د روانې مياشتې په ۸ مه نېټه د ملګرو ملتونو د مرستندويه ادارو د ګاډو هغه يوه کاروان په لاره کې ودراوه، چې له کراچۍ څخه د بلوچستان د آواران سيمې پر لور روان شوی وو. په ليکنه کې وړاندې ويل شوي، د پاکستان يادې ادارې منلي چې په بلوچستان کې د زلزلې له راتللو شپاړس ورځې وروسته هم دغه ناورين ځپليو خلکو ته مرستې نه دي رسول شوي. ليکنه کاږي، پاکستانی ايسټيبلشمنټ غواړي، د آواران د خلکو پر مخ د مرستو بندولو له لارې د دوئ مورال کمزوری کړي، او زياتوي چې په دې ترڅ کې د پاکستان حکومت د بشريت پر ضد د جرم مرتکب کيږي. په ليکنه کې راغلي، د پاکستان امنيتي ځواکونه چې کله د صوبې زلزله ځپليو خلکو ته مرستې ورکوي نو ورته وايي چې د (پاکستان زنده باد) شعارونه ورکړي. د ليکوال په اند، د مرستو تر لاسه کولو له پاره دا رقم شرطونو د زلزله ځپليو خلکو عزت نفس مجروح کوي. د ليکنې له مخې، د پاکستان پوځ د آواران خلکو ته باور ورکول غواړي چې که دوئ غواړي د ښې ورځې خاوندان شي نو بايد له پوځ سره يو ځای شي او د بلوڅ بيلتون خوښو وسله والو ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي. د ليکوال په وينا، د پاکستان پوځ ډېره په اسانۍ سره دا خبره هېروي چې د بلوچستان د حالت خرابولو زمه واري پر بيلتون خوښو بلوڅانو نه، بلکې د دې هېواد پر پاليسي جوړونکو ادارو راځي. ليکوال زياتوي، د پاکستان حکومت د تېرو ۶۵ کلونو په موده کې يوازې د بلوچستان وسايل په نظر کې ساتلي او د خلکو يې د ښېګڼې چارې له پامه غورځولې دي.

No comments: