Sunday, March 17, 2013

ولسمشر کرزی ښودل غواړي د امریکا ګوډاګی نه دی

http://www.mashaalradio.org
د فرانسې خبري اژانس په خپله یوه مقاله کې لیکي، چې ولسمشر حامد کرزى په ۲۰۱۴م کال له انتخاباتو وروسته له واکه پر لرې کېدو غور کوي، او په دا ورستیو کې د سختو خبرو په کولو سره خپل ولس ته باور ورکول غواړي چې دی د امریکا لاسپوڅی نه دی. ولسمشر کرزی امريکا تورنوي چې له وسله والو طالبانو سره يې لاس يو کړى چې په افغانستان کې د خپلو يولکو بهرنيو عسکرو شتوالي ته قانوني جواز برابر کړي. د فرانسې خبري اژانس په حواله، ولسمشر کرزى د ژر غوسه کېدو سابقه لري او مخالفان يې وايي دا خپله يو ثبوت دى چې ولسمشر کرزى بې ثباته دى او باوري کس نه دى، او د هغه داسې څرګندونې تر ګټې تاوان ډېر لري. خو نور بیا وايي، ولسمشر کرزي خپلې خبرې په پام سره سنجولې دي او په مستقيم ډول د افغانستان بېسوادو يا هم کم تعليمه ځوانانو ته مخاطب دى. بريتانوي تاريخ ليکونکي ويليم دالریمپل چې تېره اوونۍ يې په کابل کې له ولسمشر سره د نوي(۹۰) دقيقو لپاره کتلي وايي، ولسمشر کرزي د نورو مسايلو تر څنګ د بريتانيا د لاسپوڅي شاه شجاع پر برخليک هم ورسره خبرې وکړې، چې د بريتانيا استعمار ګرو په ١٨٣٩م کال کې له واک څخه ليرې کړ او وروسته ووژل شو. دالريمپل وايي: د ولسمشر کرزي نظر دا و چې امريکا له ده سره هغه چلند کوي، چې بريتانيا له شاه شجاع سره کړى وو، له هغه سره یې د يوه لاسپوڅي په توګه چلند کېده او دوى د خپلو ګټو لپاره وکاراوه. ٥٥ کلن کرزى چې د لوېديځ ملاتړ ورسره و، وروسته تر هغه چې د امريکا په مشرۍ بهرنيو ځواکونو پر افغانستان بريد او طالبان يې له سياسي صحنې ليرې کړل، د افغانستان ولسمشر شو. د فرانسې خبري اژانس ليکي، د امريکا او افغانستان اړيکې له هغه وروسته کړکېچنې شوې چې وسلوالو طالبانو سولې ته مخه کړه، د امريکايي پوځيانو تلفات کم او افغان حکومت په اداري فساد تورن شو. په وروستيو کې ولسمشر کرزي د امريکا خاصو ځواکونو ته امر وکړ، چې له ميدان وردګ ولايت څخه ووځي، د ځورونې تر ناثابته شويو ادعاوو وروسته يې د افغانستان له يوه پوهنتون څخه نړيوال پوځيان منع کړل دغه راز يې له افغان ځواکونو وغوښتل چې له امريکا څخه دې د هوايي ځواک د ملاتړ غوښتنه نه کوي. د سياسي چارو يوه کارپوه وحيد مژده د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، دا د ولسمشر کرزي له خوا نااميدانه هڅې دي، چې کوښښ کوي د تاريخ په وړاندې ځان سپين ثابت کړي. اژانس ليکي، پر واشنګټن د کرزي لفظي بريدونه د ائتلافي ځواکونو په عملياتو کې د ولسي مرګ ژوبلې له کبله د ولسي خلکو ولاړه شوې غوسه نوره هم زياتوي. د امريکا سياسي او پوځي چارواکي د کرزي د وروستيو تورونو له کبله چې ويلي يې دي، امريکا او طالبانو لاسونه يو کړي حيران شوي، په امريکا کې د کانګرس غړو ويلي، کرزى به ډېر تاوان وکړي.

No comments: