Saturday, October 13, 2012

په پښتونخوا کې وکیلان د ملالې له پاره احتجاج کوي

نن په خيبر پښتنونخوا کې وکيلان پر ملاله يوسفزۍ د بريد غندنې له پاره احتجاجي مظاهري کوي.
بلخوا د پاکستان د پوځ ویاند وايي، د ملالې روغتیايي حالت دا شېبه له خطره بهر دی خو راتلونکې څو ورځې مهمې دي. د پاکستان وزيراعظم راجا پرویز اشرف هم د خپل اتحادي ګوندونو له مشرانو سره په پېنډۍ کې د ملالې تپوس وکړ. پر دې موقع وزيراعظم وويل، ټول قام به د ملالې يوسفزۍ د پاکستان حفاظت کوي او حکومت په دې ژمنه ولاړ دی چي سخت دريځي به له بېخه وباسي. ((موږ دلته د ملاله يوسفزۍ زړورتیا او همت ته د عقيدت پېرزوینې وړاندې کولو له پاره راغلي يو. پر ملاله بريد يو بزدلانه فعل وو، ټول قام متحد دي، او د دغو کسانو د بربريت په سختو ټکو کې غندنه کوي.)) د جمعې پر ورځ پوليسو ويلي په دي ترځ کې يې ځيني مشکوک کسان نيولي دي. د جمعې پر ورځ د پاکستان په ښوونځیو کې د ملاله یوسفزۍ د روغتیا لپاره دوعاګانې وشوي. ۱۴ کلنه ملاله د روانې اوونۍ په سر کې په سوات کې وسله والو طالبانو هغه مهال په ډزو سخته زخمي کړه چې هغه له ښوونځي کور ته روانه وه.

No comments: