Wednesday, October 10, 2012

ډاکټران د ملالي یوسفزۍ له اپرېشنه ډاډه ديً

http://www.mashaalradio.com
د خیبر پښتونخوا د سوات د اوسېدونکې ملالي یوسفزۍ روغتیايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی. تېره شپه د پېښور په پوځي روغتون (سي ایم ایم ایچ ) کې د اپرېشن له لارې د هغې سر ته نژدې نښتې مرمۍ اېستل شوې ده.
په روغتون کې موجود د ملالې یوسفزۍ یو خپل احمد شاه مشال راډیو ته وویل چې تېره شپه له یوې تر پنځو بجو د هغې اپرېشن شوی دی او هغه ګولۍ یې له بدنه اېستل شوېده چې د سر له خوا د ملا پر لورې تللې وهً. احمد شاه زیاته کړه چې ً د اپرېشن لپاره ورغلي ډاکټران د ملالي یوسفزۍ له اپرېشن څخه ډاډه او هیلمن ښکاريً . د درملنې لپاره له پاکستانه کوم بل هیواد ته د وړلو په اړه احمد شاه وویل چې ً ډاکټران یې د روغتیايي حالت جاج اخلي او له هغه وروسته به په دې اړه پرېکړه کويً. پر ملاله یوسفزۍ برید پر ملاله یوسفزۍ د سېشنبې په ورځ د سوات په مېنګوره کې هغه وخت د نامالومو وسله والو له خوا برید وشو چې دا له خپلې بلې ملګرې سره په یو موټر کې له سکوله د کور پرخوا روانه وه. وسله والو لومړی د ملالې یوسفزۍ د نامه پوښتنه وکړه خو په دې اړه د موټر چلوونکي له انکاره وروسته هغوی پر دوی ډزې وکړې او د پېښې له ځایه وتښتېدل. ملاله یوسفزۍ او د هغې ملګرې دواړه په ټپي حالت کې د سېدو شریف روغتون ته یوړل شوې او له هغه ځایه د پاکستان د وزیراعظم راجا پروېز اشرف په لارښوونه ملاله یوسفزۍ په هیلي کاپټر کې د پېښور پوځي روغتون ته یوړل شوه. د ملالې یوسفزۍ درملنه پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري ویلي دي چې د ملالې یوسفزۍ د علاج لپاره به ټول انتظامات د پاکستان حکومت کوي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک ویلي دي چې په بل هیواد کې د علاج لپاره یې د ملالې یوسفزۍ د وړلو په خاطر یې د ځانګړې الوتکې بندوبست کړی دی. ډاکترانو ویلي وو کېدای شي چې د ملالې یوسفزۍ د ژوند د ژغورلو لپاره یې د ښې درملنې په موخه کوم بل هیواد ته ولېږي. پر ملاله یوسفزۍ د برید پړه پر ملاله یوسفزۍ د شوي مرګوني برید پړه تحریک طالبان پاکستان پر غاړه واخیسته. د وسله والو طالبانو ویاند احسان الله احسان خبري رسنیو ته وویل چې پر ملاله یوسفزۍ یې ځکه برید کړی دی چې د هغوی په وینا ً دې د سیکولرزم خپرولو لپاره کار کاوی ً. د دې غندنه (پاکستان) د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ، د دې ملک وزیراعظم راجا پروېز اشرف ، د خیبر پښتونخوا حکومتي غړو ، د پاکستاني پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني او د ملک د زیاتره ګوندونو مشرانو پر ملاله یوسفزۍ تر سره شوی مرګونی برید غندلی دی. د دې غندنه (نړیوال) د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پر ملاله یوسفزۍ برید غندلی او دا یې د هغه چا کار بللی دی چې د هغه په وینا د ډيورنډ د کرښې دواړو غاړو ته بې ګناه او پوهه خلک وژني. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکټوریه نولېنډ پر ملاله یوسفزۍ تر سره شوی مرګونی برید یو بذدلانه او وحشتناک عمل بللی دی. په جنګي سيمو کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ليلی زروګويې هم په سختو ټکو کې پر ملاله یوسفزۍ پرونی بريد غندلی دی. د بخښنې د نړيوال سازمان یا ايمنسټي انټرنيشنل د پاکستان لپاره څېړونکي مصطفی قادری ويلي هم پر ملاله یوسفزۍ د برید غندنه کړېده او ویلي یې دي چې له طالبانو د سیمې د واک اخیستل د پوځي عملیاتو د بریالیتوب په مانا نه دي. ملاله یوسفزۍ څوارلس کلنه ملاله یوسفزۍ د خیبر پښتونخوا د سوات د مېنګورې اوسېدونکې ده او له هغه وروسته یې په نړیواله کچه شهرت ترلاسه کړ چې د (بي بي سي ) پر ویب پاڼه به یې په سوات کې د وسله والو طالبانو د واک پر وخت لیکنې کولې. ملالي یوسفزۍ د پاکستان په کچه د امن اېوارډ اخیستی دی او هم داسې د امن یوې نړیوالې اجایزې ته نومول شوې وه.

No comments: