Thursday, June 21, 2012

International Pashto Language . د پښتو ژبی نړیواله ورځ

۲۰۱۲ میلادی کال د جون میاشتی یوویشتمه چی د۱۳۹۱ شمسی کال د چنګاښ د میاشتی اولې نیټې سره دمون خوري د پښتو نړیواله ورځ ټاکل شوی چی دا ورځ به د نړی په مختلفو سیمو کی لمامځل کیږي. ژبه چی د یو قوم هویت څرګندوي، هر قوم ته ډیر ګرانه وي. ځکه چی د قوم ژوند د خپلی ژبي سره تړلی یي، که د قوم ژبه وی ؛ قوم هم ژوندې وي، خو چه ژبه ترې هېره شوه نو قومیت هم ترې ولاړ. د پښتو ژبې نړیوالی ورځ په مناسبت د افغان یون اداره د افغانستان حکومت باندی غږ کوی تر څو د پښتو ژبی ته د افغانستان په تعلیمی، اداری، قانونی سیستم، کلتوری او بلاخره رسنیو کی د افغانستان رسمی ژبی په څیر مساویانه ونډه ورکړي او په خپلو ورځنیزو چارو کی یی وکاروی. د افغان یون اداره نه یواځی دا د دولت مکلیفیت ګني بلکه د مسلکی ادارو، جوړښتونو، تعلیمی ادارو او مسلکی اشخاصو څخه هیله کوی تر څو د پښتو ژبی په وده او عام کولو کی خپل رغنده رول ولوبوی. راخی چی پښتو د خپل ورځنیزو خبرو، لیکلو او کارونو کی وکاروو

No comments: